روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۱

د مقاومت جبهې بریدونو ته غبرګون؛ جان اڅکزی: ښکاري چې په افغانستان کې سخت بغاوت پېل شوی دی

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي پر طالبانو د مقاومت جبهې وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې ښکاري په افغانستان سخت بغاوت پېل شوی دی.

نوموړي شنبه د وري پر ۱۱مه په خپله اېکس‌پاڼه کې د مقاومت جبهې خبرپاڼه شریکه کړې ده.

نوموړي لیکلي: «داسې ښکاري چې په افغانستان کې سخت بغاوت پېل شوی دی.»

په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر طالبانو د مقاومت جبهې بریدونو زور اخیستی دی.

نوموړې جبهې بیګاه شپه ادعا کړې وه چې د کابل په میرویس میدان او دهمزنګ په سیمو کې د طالبانو پر پوستو دوه بریدونه کړي چې له کبله یې درې طالبان وژل شوي دي.

څه موده وړاندې جان اڅکزي طالبانو ته خبرداری ورکړی و که د افغانستان له خاورې د پاکستان مخالفان پر دغه هېواد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي په خبره یې، د دغه هېواد ځواکونه به افغانستان ته دننه شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x