روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۰۵

د طالبانو ادعا: د ترکیې ولسمشر د افغانستان پر اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د دې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب د کتنې خبر ورکړی دی.د دوشنبې په ورځ د غويي پر ۲۴مه، د طالبانو ویاند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې له اردوغان سره «په جلا توګه» کتلي او خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د دې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب د کتنې خبر ورکړی دی.

د دوشنبې په ورځ د غويي پر ۲۴مه، د طالبانو ویاند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې له اردوغان سره «په جلا توګه» کتلي او خبرې اترې کړې دي.

مجاهد ادعا کړې چې اردوغان د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پر «امنیت او اوسني وضعیت» خوښي څرګنده کړې ده.

په همدې حال کې نور محمد ثاقب په دې کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چې طالبان له ترکیې سره «د ښو او پرمختللو» اړیکو غوښتونکي دي، زیاته کړې:« اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان له تاسو تمه لري چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولرئ.»

د ترکيې چارواکو تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

که څه هم انقره د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دې ډلې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو انقرې ته سفر کړی او له ترکي چارواکو سره یې کتلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x