د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې په خیبرپښتونخوا کې پر چینايانو برید په افغانستان کې طرحه شوی و، نامسوولانه او له حقیقته لرې بللی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايتالله خوارزمي د یوې اعلاميې په خپراوي سره ويلي چې خيبرپښتونخوا د پاکستاني پوځ تر پوښښ لاندې ده او په دې سيمه کې د چينايانو په نښه کول د دغه هېواد د «امنيتي ارګانونو د کمزورۍ ښکارندويي» کوي.
د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلونکی ووژل شول.
په خيبرپښتونخوا ايالت کې د چينايي انجنيرانو پر یو موټر له ځانمرګي بريد شاوخوا دوه مياشتې وروسته د پاکستان د پوځ يو جګپوړي چارواکي احمد شريف پرون ادعا کړې چې دا بريد د طالبانو تر واک لاندې افغان کې طرحه شوی و.
بلخوا د طالبانو د دفاع وزارت ویاند ادعا کړې چې داعش له پاکستانه افغانستان ته رادننه کېږي او اسلاماباد باید په دې هکله ځواب ویونکی اوسي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ایران او پاکستان مشرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپراوي سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتوالي اندېښنه څرګنده کړې وه.
دوی په خپله اعلامیه کې ویلي چې سلهوالې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو ادعا: د ترکیې ولسمشر د افغانستان پر اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړه
- د طالبانو ادعا: د افغانانو استازي یو
- د ناامنۍ د نوي فصل پیل؛ د طالبانو له سترې ادعا څخه د نړیوال امنیت په برابرولو کې ناکامي
- د کابل په لویدیځ کې د «فاحشهخانو او کلیساوو» د شتون ادعا؛ طالبانو حسیني مزاري احضار کړ
- مالیزیا ته د طالبانو د مرکزي بانک پلاوي سفر؛ هدایتالله بدري په جورښت کې نه لیدل کېږي
- د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ یوه میاشت کېږي چې د ازادۍ راډیو خبریال د طالبانو تر شکنجې لاندې دی