روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۹

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: طالبان د لوېدیځ غوښتنو ته د تسلیمېدو لپاره ډېر وړوکی دلیل لري

د امریکا متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ وايي چې طالبان د بشري حقونو او په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو په هکله د لوېدیځ غوښتنو ته د منلو لپاره ډېر وړوکی دلیل لري.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ دغه څرګندونې جمعه د کب پر ۲۵مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي.

د دغه بنسټ په خبره، طالبانو د چین په ګډون د سیمه‌ییزو زبرځواکونو د ملاتړ نوې سرچینې ترلاسه کړې دي.

له څه باندې دوه نیمو کلونو راپدېخوا طالبانو د افغانانو پر ازادۍ ګڼ بندیزونه لګولي او دغې ډلې نړۍوالې ټولنې ته د یوه جامع حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د زده‌کړو حق په هکله هېڅ مثبت ځواب نه دی ویلی.

ورته مهال، طالب چارواکو تل هڅه کړې چې د «اسلامي او افغاني» په نوم ویلو سره خپلې پرېکړې تعبیر کړي څو د دوی په چارو کې د نړۍوالې ټولنې د مداخلې مخه ونیول شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x