روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۳

د افغانستان د خبریالانو مرکز د درېیو سیمه‌ییزو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د خبريالانو مرکز په خوست ولايت کې د طالبانو له زندانه د درېيو سيمه‌ييزو خبريالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.نوموړي بنسټ یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا درې خبريالان دوشنبه د غويي پر ۳مه له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست ته لومړی احضار او بیا نیول شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په خوست ولايت کې د طالبانو له زندانه د درېيو سيمه‌ييزو خبريالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي بنسټ یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا درې خبريالان دوشنبه د غويي پر ۳مه له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست ته لومړی احضار او بیا نیول شوي دي.

د ناز راډيو خبريال اسماعيل سعادت، د اقراء راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د خلکو غږ راډيو خبريال احسان الله تسل نیول شوي کسان دي.

د اعلاميې پر بنسټ، طالبانو دا درې خبریالان د «موسيقۍ خپراوي» او «له ښځینه اورېدونکو سره د ټیلفوني اړیکې» په تور نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خوست یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د درېیو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په رسنيو کې د موسيقۍ پر خپرېدو بنديز ولګېد، خو رسنیو سره د نجونو او ښځو پر ټیلیفوني اړیکې بندیز هغه نوې مسئله ده چې د تېرکال کب میاشت کې د خوست ولایت د طالبانو امنیه قومندان په امر پلي شوه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x