روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۴

حنفي: طالبان دې په ګامبیا کې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ته وروبلل شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او په افغانستان کې د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې له نوموړي غوښتي چې د دغې ډلې استازي دې د ګامبیا راتلونکې ناستې ته وروبلل شي.ارګ شنبه د غويي پر لومړۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د عبدالسلام حنفي او طارق علي بخیت ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او په افغانستان کې د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې له نوموړي غوښتي چې د دغې ډلې استازي دې د ګامبیا راتلونکې ناستې ته وروبلل شي.

ارګ شنبه د غويي پر لومړۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د عبدالسلام حنفي او طارق علي بخیت ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.

حنفي زیاته کړې چې افغانستان له جګړې څخه د حکومتولۍ پر لور ګام اخلي او په وینا یې، په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستو ته اړتیا لري. نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو استازي دي په ګامبیا کې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته وبلل شي.

هغه د اسلامي همکاریو له سازمان سره د اړیکو د لاپراختیا غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، طالبانو د بخیت له قوله لیکلي چې نوموړي په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته د چمتووالي خبره کړې ده.

د یادونې ده چې طالبانو له دې وړاندې هم د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره بیا د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه په هېواد کې بشري حقونو ته درناوی، امنیت ټينګښت او پراخ بنسټه حکومت رامنځته کول بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x