روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۰

جرمني د افغانستان خلکو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان له خلکو سره د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت ۱۵ میلیونه یورو مرستې خبر ورکوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام سې‌شنبه د وري پر ۷مه په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د جرمني دا نوې مرسته به د زیانمنو ټولنو د هوساینې او پر افغان ښوونځیو زده‌کوونکو د تغذیې په برخه کې ولګول شي.

د یاد بنسټ په وینا، جرمني له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د افغانستان خلکو سره ۷۸ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د جرمني د اقتصادي همکاريو او پراختيا وزارت د ناورین مديريت، بيارغونې او انتقالي پراختيا د مرستو مشرې کترينا سپيس ویلي چې هېواد يې د افغانستان خلکو تر څنګ ولاړ دى.

ورته مهال، په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر هسیائو وي لي ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون اغیزې په دغه هېواد کې پراخې دي او وچکالۍ، سېلاوونه او نور طبیعی پېښې یوې ټولنې ته زیان رسوي.

د هغه په ​​وينا، د خوړو نړۍوال پروګرام د کروندګرو او د کورنيو سرپرستو مېرمنو ملاتړ کوي.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي و چې دغه سازمان توانېدلی څو په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ مرستو یوازې درې سلنه ترلاسه کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x