روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۵

تاجکستان: له افغانستانه د مخدره توکو په قاچاق کې د کمښت نښې نه وینو

د تاجکستان د نشه يي توکو د کنټرول اژانس ویلي چې له افغانستان څخه د مخدره توکو په قاچاق کې د کمښت هېڅ نښې نه ویني.

دا خبر ټاس خبري اژانس دوشنبه د سلواغې پر ۱۶مه د تاجکستان د نشه يي توکو د کنټرول اژانس(DCA) په حواله ورکړی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د خپلو وروستیو راپورونو له مخې، په افغانستان کې په پټو ازماېښتخونو کې د مخدره توکو تولید پېل شوی چې دا مواد لومړی تاجکستان ته قاچاق او له هغې وروسته نورو هېوادونو ته لېږل کېږي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د تاجکستان پولو ته څېرمه سیمو کې له ۲.۵ ټنو ډېر نشه يي توکي ضبط شوي چې تېر کال په دغه هېواد کې د کشف شویو نشه يي توکو له نیمايي ډېر دي.

له بلې خوا، دې تاجکستانۍ ادارې ویلي چې دوشنبې د طالبانو له لوري د مخدره موادو پر ضد د ترسره شویو فعالیتونو په اړه، هېڅ ډول اطلاعات نه دي ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرلو، تولید او قاچاق بندیز لګولی دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) استازې انوبا سود ويلي و چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز او وچکالۍ د دغه هېواد وګړي په ځانګړي ډول کروندګر له جدي بشري ګواښ سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تېر کال په افغانستان کې یوازې  پر ۱۰ زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.

د دغه راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید ۹۶ سلنه کم شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x