د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د روان زېږدیز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې لږ ترلږه ۳۰۰ افغانان د ماینونو او چاودېدونکو توکو قرباني شوي.
دغه دفتر دوشنبه د زمري پر لومړۍ ویلي، چې ډېری قربانیان ماشومان وو او ۵۰ سلنه یې له وسلو سره د لوبې پر مهال وژل شوي دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې هم ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو.
د اوچا په وینا، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې د وسلو پاتې شونو د ۴۵ زره کسانو ژوند اخیستی دی.
دفتر دغه راز خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۴ کال کې د ناچاودو توکو د پاکولو لپاره د مالي سرچینو نشتوالی د درې میلیونه او څلور سوه زره کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په پروان ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.