روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۲۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۲۸

اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره رافیلا ایوډېس وايي چې اروپايي ټولنه د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس پر مټ له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي.ایوډېس چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا مرستې به په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.هغې ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې ترټولو زیانمن هېواد دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره رافیلا ایوډېس وايي چې اروپايي ټولنه د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس پر مټ له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي.

ایوډېس چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا مرستې به په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.

هغې ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې ترټولو زیانمن هېواد دی.

د ویلو ده چې افغانستان د سياسي او اقتصادي ناورین تر څنګ د اقليمي بدلون له ناورین سره هم مخ دى.

د ځمکې لاندې اوبو کموالی، ویجاړونکي سېلابونه، د تودوخې لوړوالی، د ورښت کموالی، بې وخته بارانونه او د هوا د رطوبت بدلون په افغانستان کې د اقلیمي بدلون نښې بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له کبله ننګونو سره مخ دي او ۱۶ سلنه یې د سېلابونو تر زیانمنتیا لاندې دي.

د نوموړي بنسټ په خبره، په دغه هېواد کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x