یو ایتلاف چې نږدې ۵۰ ټولنې او سازمانونه پکې شامل دي، د جرمني له حکومت او بونډستاګ (پارلمان) نه غوښتي چې د افغانستان لپاره د فدرالي منلو پروګرام وغځوي. ۱۵۵۷ افغانانو ته د جرمني حکومت د انتقال ژمنه ورکړې، خو لا هم په پاکستان کې پاتې دي. دوی دا یو « بېساری بشري پروګرام» بللی، چې له لارې یې په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ کسان په خوندي ډول جرمني ته لېږدول کېږي. دغو سازمانونو د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د افغانانو د انتقال پروګرام احتمالي پای «بوږنوونکی» دی. د یادې غوښتنې په لاسلیک کوونکو