له نشه يي توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (يو اين او ډي سي) په خپل نوي راپور کې ويلي، چې د طالبانو تر بندیز وروسته په افغانستان کې د تارياکو کرکېله ۹۵ سلنه کمه شوې ده.
د دې دفتر له راپور سره سم چې نن (يکشنبه، ۱۴ د لړم) خپور شوی، د هيواد په ټولو برخو کې د ۲۰۲۳ کال پرمهال د تارياکو کښت له ۲۳۳ زره هکټار څخه ۱۰ زره او ۸۰۰ هکټاره ته راکم شوی دی.
د دې راپور پر اساس، د تارياکو د کښت کمېدو له امله د تارياکو عرضه په ۲۰۲۲ کال کې له شپږ زره او ۲۰۰ ټنه څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۳۳ ټنو ته کمه شوې چې ۹۵ سلنه کمښت ښیي.
له نشه يي توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر ويلي، چې د تارياکو زيات کمښت هغه کليوالې ټولنې په بېړنۍ توګه اغېزمنې کړې دي چې د تارياکو پر حاصلاتو متکي وې.
د دغه دفتر د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو د محصولاتو له پلور څخه د بزګرانو عاید ۹۲ سلنه کم شوی او ۱۱۰ میلیونو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې دا کچه ۳۶۰ میلیونه ډالره وه.
له نشه يي توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر اجرايوي مديرې غاده ولي ويلي: «دا د تارياکو د غير قانوني بازار او په ملي کچه او نړيواله کچه د رامنځته شوي زيان پر ضد د اوږدمهالو پايلو د ترلاسه کولو يو واقعي فرصت دی. په عين مهال کې، مهم خطرات شته چې د مثبتو او پايدارو پايلو په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو لپاره بايد ورته پاملرنه وشي.»
اغلې ولي زياته کړې، چې د افغانستان خلک د له لاسه ورکړي عايد له امله د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره بېړنۍ بشرپالې مرستې ته اړتيا لري.
دې زياته کړې: «د راتلونکو مياشتو پر مهال افغانستان د معيشت په برخه کې پايدارې پانګونې ته سخته اړتيا لري تر څو د افغان بزګرو لپاره له تارياکو پرته نور فرصتونه برابر کړي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبايوا ويلي، چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه نفوس له کرکيلې سره تړلی دی. دا په داسې حال کې چې د نوموړې په وينا، افغانستان اوسمهال د اوبو له سختو ننګونو سره مخ دی.
دې ټينګار کړی چې د تارياکو د بديل کښت هڅې بايد د داسې کښت لپاره وي چې د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت کولای شي.
له نشه يي توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په راپور کې اشاره شوې چې تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د افيوني موادو صادرات په يوازې ځان د دې هيواد تر صادرېدونکو توکو او قانوني خدماتو زيات ارزښت درلود.
له دې راپور سره سم، د ۲۰۲۳ کال پرمهال تمه کېږي چې د افيوني موادو د اقتصاد د زيات کمښت له کبله به د افغانستان اقتصاد په لوړه کچه اغېزمن شي.
همدا راز په دې راپور کې راغلي چې د غلو د کښت په ۱۶۰ زره هکټاره زياتېدو سره په فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار کې بزګرانو د غنم کرلو ته مخه کړې ده.
له نشه يي توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په وينا، که څه هم د غنمو کښت تر يوه حده د غذايي ناامنۍ کچه کمولای شي، خو دا محصول د تارياکو په پرتله کم عايد لري. دې دفتر ويلي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په څلورو ولايتونو کې بزګرانو د غنمو په کرلو سره خپل يو ميليارد ډالر احتمالي عايد له لاسه ورکړی دی.
همدا راز په دې راپور کې راغلي چې شونې ده د افغانستان له تارياکو څخه د هيروينو کمښت له دې هيواده دباندې د مصنوعي افيوني موادو د ودې لامل شي.
له نشه يي توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په وينا، که څه هم موندنې ښيي چې سوداګر په تېرکال کې تر لاسه شوي تاریاک پلوري، خو د هيروينو توليد کم شوی دی. مګر بل اړخ ته، په سيمه کې د متامفتامينو قاچاق زيات شوی.