د پخواني والي محمد حلیم فدایي په وینا، له څلور کلنې واکمنۍ وروسته د طالبانو په رسمیت نه پېژندل ښيي چې په افغانستان کې نوې لوبه پيلېدونکې ده.
هغه اندېښنه ښيي چې دغه لوبه به د افغانستان لپاره ښې پایلې ونه لري او د پاکستان او امریکا د پاتې شوې وسلو مسئله یې هم د دغې لوبې برخه بولي.
فدایي ټينګار کوي چې د ټولو مخالفینو سره بې قید او شرط خبرې د شفاف حکومت جوړولو لپاره ضروري دي.
پاکستاني پوځ بیا له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې له تور بازار څخه واخلي، ځکه اوس دغه وسلې د وسلهوالو ډلو په لاس کې دي او جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کوي.
راپورونه ښيي چې زیاتره وسلې د پاکستاني طالبانو لخوا اخیستل شوي او د پاکستاني پوځ پر ضد کارېږي.
اړوندې لیکنې :
- حلیم فدایي: ملا هبتالله ځکه په کندهار کې اوسي چې له سقوط سره سم به پاکستان ته واوړي
- د افغانستان له خلکو سره د لویدیځ دوه مخی لوبه
- سریلانکا د کرېکټ په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې افغانستان ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه
- د طالبانو ادعا: داعش له پاکستانه افغانستان ته رادننه کېږي
- جان اڅکزی: ټول هغه کسان چې د افغانستان پېژندپاڼې لري، بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي
- رانا ثناالله: دا د اندېښنې وړ خبره ده، چې د افغانستان خاوره د «ترهګرۍ» لپاره کارول کېږي