د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سومالیا ولسمشر حسن شېخ محمود د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته په یوه لیک لیکلي، هېواد یې چمتو دی چې متحدهایالاتو ته د څو ستراتیژیکو هوايي اډو او بندرونو واک وسپاري. محمود د امریکا ولسمشر ته دا لیک د روانې مارچ په۱۶مه لیکلی چې پهکې بالدوګول او بېربرا هوایي اډې، همداراز بېربرا او بوساسو بندرونه هغه ستراتیژیکي سیمې دي چې نوموړی غواړي واک یې متحدهایالاتو ورکړي. د رویټرز اژانس په راپور کې راغلي چې دغه اډې او بندرونه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله کولای شي په دې حساسو سیمو