د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په غزه کې د ماشومانو لپاره خوندي ځای نه شته، ځکه چې په خبره یې بشري ناورین ډير شوی. یونېسف وايي، ژمي، بارانونو او چټګو بادونو په غزه کې د ماشومانو د ژوند شرایط نور هم سخت کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» د یوه راپور په خپرولو سره وايي، د غزې په تړانګه کې د جګړې دوام د ماشومانو لپاره یو لوی ناورین رامنځته کړی. دغه سازمان د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستي اټکل له مخې ویلي، چې په غزه کې لږ