د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د طالبانو لهخوا د جنسيتي توپیر، جبري ودونو، عام محضر کې د سزاګانو ورکولو او د ښځو پر فعالیتونو د پراخو محدودیتونو پېښې زیاتې شوې دي. راپور زیاتوي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې تر د جون تر پایه د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار، تګ راتګ، ورزش او عامه ژوند په برخه کې نوې بندیزونه لګول شوي دي. یوناما خبرداری ورکړی، چې بېرته ستنېدونکي افغانان، په ځانګړي ډول د پخواني حکومت کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، مدني فعالان