د طالبانو دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد ادعا کړې چې ډېر ژر به د افغانستان پر هوايي حریم هم واکمن شي. مجاهد پنجشنبه د زمري پر ۴مه په کابل کې یوې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي چې په شته امکاناتو به د هغو ځواب ورکړي چې په خبره یې، د هېواد هوايي حریم تر پښو لاندې کوي. نوموړي د افغانستان په فضا کې د بېپیلوټه الوتکو ګزمې بېاحترامي بللې ده. مجاهد ټینګار کړی: «زموږ سپارښتنه دا ده چې هوايي حریم مه نقض کوئ، که نه نو افغانان به په خپلو شته امکاناتو ځواب درکړي.» هغه داسې مهال