لکه څنګه چې وينو، په دې ورځو کې د سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو خبرونه په ډاګه کوي چې پر طالبانو داخلي او بهرني فشارونه اچول کېږي. طالبان له دوو خواوو تر فشار لاندې دي. له یوې خوا کورنی امنیتي او سیاسي وضعیت کړکېچن دی او له بلې خوا له افغانستانه بهر د وسله والو طالبانو له مشرانو سره ناستې او سترې سیاسي ناستې ترسره کېږي. لکه څنګه چې موږ لیدلی شو، په مرکز او ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو د «آزادۍ جبهې» ناڅاپي بریدونو زور اخیستی دی. دغو ناڅاپي بریدونو د طالبانو د ډلې داخلي امنیت ډیر