د اسلامي هېوادونو له لوري «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدهکړو» په تړاو په اسلام اباد کې له جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغې غونډې له پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ. هغه پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لرې کړي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر نن دوشنبه د مرغومي ۲۴مه، په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د اسلامي هېوادونو له لوري د نجونو د زدهکړو ملاتړ غونډه د نجونو د زدهکړو برخه کې مهمه وبلله