په افغانستان کې د لوستلو اوسط له یوې دقیقې کم دی. په همدې حال کې دغه احصایه په جاپان کې ۹۰ دقیقې، په انګلستان کې ۵۵ دقیقې، په امریکا کې ۲۰ دقیقې او په ترکیه او مالیزیا کې ۵۵ دقیقې ده. ولې په افغانستان کې د لوستلو او لوستلو احصایې ډېرې کمې دي؟ زموږ خلک ولې کتابونه نه لولي؟ په دې لنډه لیکنه کې هڅه کوم چې د دې یو شمیر لاملونو او عواملو ته لنډه کتنه وکړم: بې سوادۍ په افغانستان کې د مطالعې دکچې ټیټوالی لومړی لامل بېسوادي ده. د جمهوري ریاست په دوره کې