د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترېش، هغه څه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې پېښېږي د د معاصر تاریخ له ځینو ځپوونکو رژیمونو سره پرتله کړي دي. ګوترېش دا موضوع یکشنبه د تلې پر ۸مه، اېکس ټولنیزه پاڼه کې د خپاره کړي پیغام له لارې مطرح کړې ده. هغه زیاته کړې: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي، کولای شو په معاصر تاریخ کې یې له ځینو ځپوونکو رژیمونو سره پرتله کړو.» د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د هغې پرېکړې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو لګېدلي محدودیتونه لېرې کوي،