سیمهییزې سرچينې وايي چې د کابل په ځينو سیمو کې د طالبانو له خوا د «ښځینه پولیسو له حضور پرته» کور په کور پلټنه روانه ده. سیمهییزو سرچینو وایې چې طالبانو کور په کور پلټنه دوشنبه د لړم پر ۷مه په نادرخان تپه کې پېل کړې ده. د سرچینو په وینا، د طالبانو شاوخوا ۳۰۰ جنګیاليو د «حاجي رشید» په کوڅه کې د خلکو د کورونو پلټنه پېل کړې ده. د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، ماشومانو په لارو کوڅو کې د طالبانو د پراخ حضور او د دغې ډلې د وېرې له کبله ښوونځي ته له تلو ډډه