په فراه کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ښځې ځړول شوی مړی موندل شوی دی. سرچینو یکشنبه د لړم پر ۲۷مه ویلي چې دا جسد بیګاه د فراه «لاش و جوین» ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې پېدا شوی دی. سرچینې وايي چې دا ښځه لومړۍ زندۍ او وروسته وژل شوې ده. ورته مهال، یوې سرچینې منلې چې د دغې ښځې مړی له «لاش و جوین» ولسوالۍ څخه د فراه مرکز ته لېږدول شوی دی. تر اوسه د دغې پېښې انګېزه څرګنده نه ده. ځايي طالبانو هم په دې اړه څه ویلي نه دی. څه