ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په نوي خپاره کړي راپور کې ویلي چې د طالبانو په بندخونو کې ښځې له ځورونې او «جنسي تېري» سره مخامخ شوي دي. ملګرو ملتونو دوشنبه د لړم پر ۷مه، شپهمهال د دغه راپور په خپرولو سره لیکلي چې یو شمېر معتبرو سرچینو د طالبانو په بندخونو کې د ښځو د ځورونې او «جنسي تېري» په تړاو شاهدي ورکړې ده. په دغه راپور کې راغلي دي: «معتبر معلومات ښيي چې د دغه ځپونې په ترڅ کې پر ځینو ښځو جنسي تېری شوی او یا هم له