د طالبانو د خوراک او درملو د ادارې مشر عبدالباري عمر چې د “د سیمه ییزو تولیداتو د نړیوالې ټولنې په دویمه ناسته” کې د ګډون لپاره هالنډ ته تللی و، د غونډې له پای ته رسېدو وروسته جرمني ته ولاړ او هلته یې وینا وکړه. د جرمني په کولون ښار کې د طالبانو پلوه ټولنې یوه غونډه. ویل شوي چې عبدالباري عمر د طالبانو د حکومت په دفاع کې په خپله وینا کې خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې د رسنیو خبرونو ته له پام کولو پرته دې د طالبانو “لاسته راوړنو” ته پام وکړي. نوموړي په دې