د امریکا د دفاع وزارت له اوکراین سره د ۴۲۵ میلیونو ډالرو نوې پوځي مرستې خبر ورکړی دی. دغه وزارت جمعه د نوامبر پر لومړۍ نېټه په یو خپاره کړي بیان کې ويلي چې دا نوې کڅوړه به د امريکا له پوځي زېرمو ترسره شي. د بیان پر بنسټ، په دې پوځي مرستو کې له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د پرمختللو شبکو لپاره هوايي دفاع، له لوړ تحرک سره او ۱۵۵ ملي مټره د توپخانې توغندیزو شبکو لپاره مهمات، زغرهوال موټرونه او د ټانک ضد وسلې شاملې دي. د اسوشیېټډپرېس د راپور له مخې، تېره اوونۍ د