د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چین د نېنګشیا او ګانسو په سیمو کې سلګونه جوماتونه تړلي دي. د دغه راپور له مخې، بیجېنګ دغه ګام د «چیني کولو» په موخه اخیستی دی. نېنګشیا او ګانسو له سېنکیانګه وروسته هغه سیمې دي، چې ډېر مسلمانان په کې ژوند کوي. د بشري حقونو د څار سازمان د راپور پر بنسټ، چین په یو شمېر جوماتونو کې یو لړ بدلونونه هم راوستي چې د هغو د ځینو برخو ویجاړول هم په کې راځي. په راپور کې راغلي، چې چین په نېنګشیا او ګانسو سیمو کې د جوماتونو شمېر د پام