لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د اقتصادي جرايمو يو مسوول پيمان هادي چې په اسماعيل لېزري هم مشهور و وژلی دی. د لغمان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولی وایي، چې دغه پېښه تېره شپه دوشنبه، ۷ د لړم، شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د مهترلام اړوند دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. د نوموړي د معلوماتو له مخې ناپېژانده وسله وال د اسماعيل لېزري کور ته ور اوښتي او پر نوموړي یې د خوب په کوټه