د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان په چارو کې د دې هیواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف د فرانسې د وسله والو ځواکونو د وزارت له یوه پلاوي سره د افغانستان د اوسني وضعیت او د کړکېچ د حل لارو پر لټولو خبرې کړې دي. د دې وزارت له اعلامیې سره سم، دا لیدنه پرون (جمعه، ۲۰ د تلې) په تاشکند کې وشوه. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې همدا راز دواړو اړخونو په دې لیدنه کې د پولو د پیاوړتیا، له تروریزم، د نشیي توکو او وسلو له قاچاق سره د