د پېښور محکمې پرون (جمعه) د ۱۰۹ تنو افغانانو چې له ځايي اوسېدونکو سره یې ودونه کړي دي، د اېستلو خلاف پرېکړه وکړه. محکمې پرېکړه وکړه، چې دغو کسانو ته دې د پاکستان د تابعیت کارتونه یا پېژندپاڼې ورکړل شي. محکمې ټولې غوښتنې ومنلې او حکم یې وکړ، چې دغو افغانانو ته دې د تابعیت کارتونو ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم برابرې شي. پرون د پاکستان سترې محکمې د بشري حقونو د فعالانو پر هغې عریضې هم غور پیل کړ، چې له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوی غوښتنه په کې شوې وه. دا عریضه نږدې پنځلس