د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي ای اې» مرستیال ډېوېډ کوهن وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین لخوا د کورسک د نیول شوې سیمې د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي. کوهن چهارشنبه، د اګسټ پر ۲۸مه، په یوه امنیتي غونډه کې ویلي دي چې د روسیې ځواکونه به د دې سیمې د بېرته نیولو لپاره له «سختې مبارزې» سره مخ شي. هغه زیاته کړې: «پوتین باید نه یوازې له دې واقعیت سره مخ شي چې اوس په روسیه کې د جګړې لومړۍ کرښه جوړه شوې او باید له هغې سره مقابله وکړي، بلکې په