د کابل د هوايي ډګر پر دروازې د داعش له برید شاوخوا درې کاله وروسته چې په کې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول، د پنټاګون یو چارواکی وايي، واشنګټن لا هم د دغه «خونړي» برید د عاملانو په لټه دی. د امریکا د دفاع وزیر یو مرستیال کریسټوفر مایر جمعه د وږي پر ۲مه خبریالانو ته ویلي چې دا شبکه کمزورې شوې، خو له منځه نه ده تللې. مایر زیاته کړې، امریکا د داعش خراسان څانګې وړتیاوې چې د کابل هوايي ډګر ته ورته برید وکړي، کمزوري کړې دي. نوموړي ویلي: «موږ لا هم د