د هلمند مرکز لښکرګاه ښار او سنګین ترمنځ دوه لارې د سیمې اوسېدونکي وايي طالبان یې په زور له خپلو مېنو څخه شړي او د دوی خپلې پلرنۍ ځمکې د ټوپک په زور ترې لاندې کوي. د دغې سیمې اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي له تېرو دوه ورځو راهیسې د ځايي طالبانو او د سیمې د اوسیدونکو تر منځ اخ وډب رامنځته شوی طالبان هڅه کوي چې د سیمې له اوسېدونکو د دوی کرنیزې ځمکې لاندې او خپلې کړي. هغه ویډیوګانې او انځورونه چې له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته استول شوي د سیمې اوسېدونکي