د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس د برېښنا شرکت له قوله د هیواد په څوارلسو ولایتونو کې د ډیرې پرچاوۍ خبر ورکړ. د طالبانو برېښنا شرکت ویلي چې په ازبکستان کې د برېښنا د تاسیساتو د اساسي ترمیم او جوړولو کار پیل شوی چې له همدې امله به نن د نورو ورځو په پرتله برېښنا ډیره پرچاوه وي. د بیان له مخې، د نن ورځې د برېښنا ډیره پرچاوي به په بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې وي. دا په داسې حال کې ده چې د