د تحریک طالبان پاکستان ډله ټيټيپي وایي، چې د حافظ جلالي په مشرۍ یوه وسلهواله ډله یو ځای شوې ده. د دغې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډله د کوهاټ په ولسوالۍ کې له دوی سره یو ځای شوې ده؛ خو د دغې یو ځای شوې ډلې د غړو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده روښانه کړې، چې دغه وسلهوال کسان په کومو وسلو سمبال دي. تر دې وړاندې هم ټيټيپي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې د ځینو