د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. شريف دغه څرګندونې چهارشنبه د تلې پر٢٥مه، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای سازمان په غونډه کې کړې دي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې طالبان باید له افغانستانه د نورو هېوادونو پر وړاندې د «ترهګریزو ډلو» د استفادې مخه ونیسي. د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي له نړیوالې ټولنې هم غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي. د پاکستان د لومړي وزیر