د پاکستان پخواني لومړي وزیر د افغانستان، هند او ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر ښه کېدو ټینګار کړی. د اېکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، شریف د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۸مه په لاهور کې په یوه غونډه کې ویلي چې د پاکستان نړۍوال باور له هغو هېوادونو سره په دوستانه اړیکو پورې تړلی دی چې دغه هېواد ورسره پوله لري. د هغه په وينا، که ګاونډي هېوادونه ترې خپه وي، نو په نړۍوال ډګر کې د پاکستان د جدي کېدو تمه نه شي کېداى. د پاکستان پخواني لومړي وزیر زیاته کړې