سرچینې وايي چې د خیبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو ترمنځ د خپلمنځي نښتې په ترڅ کې د دغې ډلې د یوه قوماندان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. ډان یکشنبه د اکټوبر پر ۲۰مه راپور ورکړی چې دا نښته تېره ورځ د قوماندان نیاز وزیر او قوماندان منهاج بټ د جنګیالیو ترمنځ شوې ده. د راپور پر بنسټ، په دې نښته کې نياز وزير او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې، دا نښته د منهاج بټ له خوا د نیاز وزیر د وژل کېدو له امر وروسته چې تازه له