کونړ کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي دي. یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د داعش دا غړي تېره شپه، یکشنبه، ۲۹ د تلې، د ماڼوګي ولسوالۍ په «شوړک» سیمه کې وژلي دي. سرچینه زیاتوي، په وژل شویو کې د داعش ډلې یو پاکستانی وګړی هم شامل دی، چې په دې ولایت کې یې د طالبانو پر ضد فعالیتونه کول. د سرچینې په وینا، د داعش دې غړیو څه موده وړاندې د