د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي ته څېرمه له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شویو کډوالو ته په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې راستانه شوي افغانان شکایت کوي، چې د طالبانو له لوري د ثبت او راجستر پروسه پڅه او له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي. راستانه شوي وايي، یوازې د ثبت او راجستر پروسې لپاره په شپو شپو انتظار باسي، چې په خبره یې د دوی له پرلپسې شکایتونو او غوښتنو بیا هم طالب چارواکو د یادې ستونزې حل ته پام نه دی کړی. له پاکستانه راستون شوی افغان سیداجان وایي، چې په