په دې ورځو کې په رسنیو کې یو له ګرمو خبرونو څخه یو له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو ډله ایز اخراج دی. په پاکستان کې شاوخوا یو نیم میلیون راجستر شوي او نا راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. د پاکستان حکومت له دغه هېواده د شاوخوا یو میلیون او ۷۰۰ زره افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده. له څو ورځو راهیسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل شوې او هره ورځ د تورخم له لارې زرګونه کسان بېرته افغانستان ته ستنېږي. له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو ډله ایز اخراج لا