د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ویلي چې د نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې چهارشنبه د لړم پر ۹مه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د خپلو څېړنو د پایلو په خپرولو سره لیکلي دي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، یو شمېر نجونو د حرفو زده کولو او اسلامي زده کړو ته مخه کړې ده. دا