د طالبانو له خوا د ژونديو موجوداتو د تصویرونو پر خپراوي د بنديز له اعلان سره جوخت، د خوست سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د «غرغښت» راډيو او ټلوېزیون نشرات بند شوي دي. سرچینو شنبه د لړم پر ۱۲مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دغې رسنۍ نشرات له تېرو دوو ورځو راهیسې تړل بند دي. د سرچينو په وینا، طالبانو د خوست ولایت د تصویري رسنيو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرولو ډډه وکړي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، ښايي راتلونکي څو ورځې په دغه ولايت کې د