په ننګرهار او هرات کې ځایي سرچینې وايي، چې په دغو ولایتونو کې دوه ځوان هلکان د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوي دي. سرچینېو پنجشنبه د لړم پر ۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې یو ځوان پرون په ګوشتې ولسوالۍ د «تبر» په مټ وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان د قرآن حافظ و او له جوماته کورته د ستنېدو پرمهال د ناپېژندو کسانو له خوا وژل شوی دی. په همدې حال کې، سرچینو په هرات کې هم د یوه ۲۷ کلن ځوان د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د سرچینو د معلوماتو له مخې،