په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی. د سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره شپه سې شنبه، ۱۵ د لړم، د چپرهار ولسوالۍ اړوند «دولت زیو» سیمه کې د تواب په نامه یو ځوان خپل پلار د چړې په وسیله حلال کړی دی. سرچینه زیاتوي چې دا پېښه د زوی او پلار ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده. په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې یاد ځوان په اصل د کونړ ولایت اوسیدونکی و، چې