د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک خبر ورکړی چې دغه بانک په بلخ کې ۹۷۲ میلیونه او ۷۹۹ زره له کاره لوېدلې افغانۍ بانک نوټونه سوځولي دي. مرکزي بانک د یکشنبې ورځ، د لیندۍ په ۵ مه، پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې دا بانک نوټونه د هېواد په شمالي زون کې د راکړې ورکړې د اسانتیا په موخه سوځول شوي دي. په دغو پیسو کې یو، دوه، پنځه، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ بانکنوټونه شامل دي. د روان کال د لړم/عقرب په درېیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک خبر ورکړی