له انګور اډې څخه سرچينې وايي د سوېلي وزیرستان واڼه پولیسو تېره ورځ دوشنبه د (لیندۍ ۶مه) په انګور اډه کې د روان پرلت یو مشر مولوي فضل نیولی او له ځان سره وړی. مولوي فضل، هغه کس دی چې د پرلت په جوړولو او په دغه پرلت کې د وينا پر مهال يې تر ټولو زیات د پاکستان پر حکومت نیوکې کولې. د دغه پرلت ګډونوال چې نن د (لیندۍ ۷مه) يې ۱۲مه ورځ ده وايي، د کومو غوښتنو په موخه يې چې پرلت وهلی له هغو نه په شا کیږي او دا پرلت به روان ساتي. د