د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږی کوونکی دفتر «اوچا» وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالره بشري مرسته تر لاسه کړې ده. د دې دفتر په وینا، د ۲۰۲۲ کال پرمهال افغانستان ته شاوخوا ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته رسیدلې. هغه راپور چې تېره ورځ یکشنبه، ۱۳ د لړم خپور شوی، پکې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال دا اړتیاوې په بې مخینې توګه زیاتې شوې او د اړمنو شمېر ۲۹.۲ میلیونه وګړو ته ورسېد. د اوچا په وینا، اوس چې وضعیت د هغه وخت په پرتله