د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي چې د دغې جبهې ځواکونو د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل هوايي ډګر پوځي برخې د راکټي بریدونو هدف ګرځولي دي. د ازادۍ جبهې دوشنبه د تلې پر ۳۰مه د اېکس پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان ویلي چې تېره شپه د دوی ځواکونو د کابل هوايي ډګر پر پوځي اهدافو د څو راکټونو له توغولو وروسته، طالب جنګیالیو سره نښته کړې ده. دغې جبهې د کره معلوماتو له وړاندې کولو پرته ادعا کړې چې د دغه بريد پر ترڅ کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. په