د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په نهمه د القاعدې سازمان په امر دوه تنه عرب ترهګر د یوه خبریال د فرخارپه نوم تخار ته راغلل او شهید احمدشاه مسعود یې وواژه. شهید احمدشاه مسعود په هغه وخت کې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې مشر، د دفاع وزیر او د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال او د طالبانو له خوا د هیواد د فتحې په لاره کې اصلي خنډ و. اسامه بن لادن، د القاعدې مشر، چې په هغه وخت ، په افغانستان کې ژوند کاوه، طالبانو ته ژمنه کړې وه چې دوی به شهید احمد شاه